تصنیفونه تصویري البوم صوتي ارشیف ویدیوي آرشیف علمي رسالې خپور شوي رسالې د نورو لیکنې ژوند لیک کور

 

اکادیمسین سلیمان لایق او د ده فرهنگي ژوند

پښېمان سرباز

د منی د مازیگر زیړبخون لمر ورو، ورو د لویدیځو غرو واورینو څوکو ته راکوزېده. د تورو وریځو یوه ستره پاغونده د لویدیځ له لوري ختیځ پلو ته د شینکي آسمان په دړه رابهېدله، ښکته په تنگه ژوره دره کې د پنجشیر سین د څپو دهاتیانو پر لیکه کوږ ووږ روان و. ورلرې د کوهستان پر هوارو شنو کروندوکې سین خپله سینه پراخه کړې وه او د شنو باغونو د ونو له څانگو او څټو څخه يې مچې اخیستلې. د اوړې موسمې بادونو د باغونو په زرغونه بحیره کې څپې وهلې او د مستانه سین سرودونو ته نڅیدل.

بابه خان د لوړیدونکې غاښې پر ډبرینه سینه د خپل مشکي آس تر جلب لاندې په ستما، ستما پورته خوځیده. د ښي لاس ماتو شویو هډوکويې څړیکې وهلې او توده تبه يې د ټول وجود په اندامونوکې خوره شوې وه. د کروندو او د سین د غاړې د وحشي وښو بوی د مساله دارې شوروا او تودې ډوډۍ عطر و او له پیغلې سره د چغلبازیو تخیل پرزلمي سرباز باندې د پیچومې ختل آسانول. په بېخوبه پړسیدلو سترگو کې يې د ستومانوونکو ترخو پېښو بیلگې ښکاریدل، رنگ يې الوتی و او په بڼه کې يې د درد او کسات لمبو څپې وهلې.
د آس پر ساغریويې یوه زړه خورجینه چې ښه نه و مصبوطه شوې اې خوا دې خوا زنگېدله. آس يې ستومانه شوی و، په ښي لاس نگوښيده او په مټکی پر لار روان و.
بابه خان ته د پرنگي په جگړه کې خپل سرگذست وریاد شو. ده ته په کابل کې د ۱۸۷۹ کال د نوامبر او دسامبر بریالي یرغلونه وریاد شول:
« هغوی به اوس چیرې وی، په څه کار لگیا دي، محمد جانخان وردک. ملا مشک عالم او دا زموږ زمری میر بچه ....»
بابه خان د شیرپور پر عسکري کلا باندې د ۱۸۷۹ م کال په یرغلونوکې د کوهدامني میربچه خان تر مشرتوب لاندې گډون کړی و. د هغه وخت تاوده او ویاړلی خاطرات وریاد شول، په بریتوکې يې نرۍ مسکا وخوځیده او پخپله برخه يې شکر ویوست. له غازي محمد جانخان سره د پیژندگلوۍ پیښه وریاد شوه، سترگې یې له مینې او عاطفې ډکې شوې، د ژړا میل ورپیدا شو، مگر ويې نه ژړل او له ځان سره يې وویل: د میړنیو حق په اوښکو نه ادا کېږي». مات لاس يې څړيکې ووهلې. د ۱۸۷۹ کال د نوامبر په مهال د کابل په ښارکې د انگریزانو په لاس د وطنپالونکو پانسي او اعدامونه وریاد شول، د کرکې او کسات توفان يې په مغزو کې راپورته شو، پر مخ باندې يې د خولو نیز راخوځېده او په رپېدونکو بریتو يې ننووت. مات لاس يې د غاړې له پټارې نه بې ارادې د تورې په لور اوږد شو او بابه خان يې د درد له زوره لکه سوی سکور تک تور کړ، ځای پر ځای ودریده، سترگې يې له درده پټې کړې او پر کیڼ لاس د ټيې لاس څنگل راتم کړه.
یوه شېبه وروسته يې د امیدوارو سترگو کونجونو ته د مسکا څپې ورسیدې تندی يې ورین شو، بې واکه يې کیڼ لاس په بریتو راتېر کړ او سترگې يې مخامخ تر ټولو په لوره څوکه خښې شوې: ... د سیدخیلو او جمالاغې جگړه هم، گرمه جگړه وه، ...کلک گوزارونه مو ورکړل. خو جنگ جنگ دی، تل او همیشه بری نه راوړی، مگرنه، نه ... که خیال ګگل مورچه نه وای خوشې کړې گورکه کپتان به زما شاته نه و رسیدلی او ما به په هغه باندې د تیښتې لار ترلې وه. هی هی چې هم زخمي شوم او هم ښکار له لاسه ووت... تر زرو نامردانو یو مرد ښه دی – مړ به دې کړي، مگر و به دې نه شرموي. گوره چې کله به بیا زما جنگي وزر روغ شي. بابه خان ته خپله پیغله ور په یاد شوه، د خولې څواښتی(۱) يې سره وغځیدل او د جنگ له میدان نه د ځوانۍ او مینې د لیونتوب سارا ته ورننوت.
آه کور دې وران شه څومره ښایسته يې !
آیا هغه به باور کړي چې ما دومره میړانې کړیدي ؟ نو که زما په میړانه شکمنه شي څوک به زما صفايي کوي ؟ او که دا تور شک په ما پیدا شي، زه به بیا له کوره جومات ته د هغه لښتي پر څنډه څنگه ځم چې د کلی پیغلې هر ماښام پې راپنډېږي. زه به د کلي نجونو ته یو نامرد او له دښمن نه راتښتیدلی سړی ثابت شم. زما نجل ته به په پیغلوکې څه غرور او عزت پاتې شي. د پلار اورمیږ به مې له شرمه په گورکې رامات شي. جومات او زموږ هدیره به سپکه او بر ما به د ټول عالم ناورینونه راواورېږي.
بابه خان د کور او جگړې د میدان تر مینځ لا په خوږو ترخو تصوراتوکې د غره په جگه سینه الویزاند روان و چې په پورتنیو تړوکې د ټوپک د فیر آواز جگ شو او د غرونو په شا و خوا لوړوکې يې غځونې وکړې. بابه خان لکه ترهېدلې غرڅنی ځای په ځای ودریده او له آس سره یو ځای غوږونه څک کړل. سمدلاسه يې هغه تړې تر نظر تېرې کړې چې د غاَښي سهیل لورته لکه کلاگانې په مستقیم خط جگې شوې وې. د ټوپک لوگی پیدا نه شو او هیڅوک يې و نه لیدل. بابه خان د لارې ژۍ ته را په شا شو. په یوه هواره ډبره کیناست او سترگې يې د غرونو له لوړ بام نه د کوهستان هوارې او شنې ناوې ته راواړولې. د ښونډو په پتروکې يې د مسکا یوه ترخه څپه راغبرگه شوه. په زړه کې يې د رزم او عشق غبرگې برېښناوې وپړکېدې، د خندي څپو په غېږکې راوینو او له ځايه يې راپاڅاوه. د آس جلب يې د زین په کړۍ کې وتاړه او بیرته مخ ښکته د شتل په استقامت کوهستان ته راځوړند شو.
«... نه، نه زه کورته نه ځم، د کلیو لارې تړل شویدي؛ زه یواځې یوه لاره لرم او هغه د جنگ میدان ته وتلې ده؛ ما ته له دې خاورې نه د مور بوی راځي او زه حق نلرم خپله زخمي مور د فرنگ تالانگرو ته یواځې پرېږدم؛ دوه لاسونه د همدې لپاره دي که یو مات شي، بل د هغه پرځای وخوځېږي، که موږ غلي شوو ژوند او تکل به غلي شي او زموږ پر ځالو به د اسارت بدمرغ سیوری خور شي.
تر څو زموږ د پلرونو هدېرو دلته شته دي او په اورغلوکې پخوانۍ سکروټې نه دي ایرې شوي او د وطن زرین لمر زموږ رگونه او پلې گرمولای شي د تورې وخت نه دې تېر شوی:
موږ د مینې د تودوخې او د عدالت د رڼا ستایونکې یو؛
زور او زبردستۍ ته نه تسلیمېږو او د میړانې مرګ د سپیتانې په ژوند نه بدلوو.
دا سینونه ولې شور کوي، دا د هندوکش د پاسه د وریځو څپې ولې پر کمرونو ورډانګې، دا د جگو درو واورې ولې رالېږدي او د دې وطن شجاع انسان ولې پر لویشته خاوره جنگېږي ؟
دا ځکه چې موږ او زموږ وطن د آزادۍ او ژوند د ساتلو لپاره هست شوی یو.
دا دی بېرته دروگرزیدم، ما وبخښه وطنه !؛
زه بیا هیڅکله له ژوندې زړه سره د سرنوشت له سرو لیکو څخه نه راوزم؛ زه به د وطن د نجونو د غرور او مینې ډیوې ته د نامیدۍ او مرگ سیلۍ ورپرې نه ږدم».
توره وریځ د کوهستان د غروب په ورستیو شغلوکې لکه د نو بهار د ارغلیو(۲) انگار سره شوې وه او د شنې ناوې د هیلیو نورونه(۳) يې لکه د سرو زرو کټوري پخپلو رنگینو وینو ماړه کړي وو. ځانگړی سپور لکه د نیل زخمی نهنگ د لمر د شغلو له سمندر نه د تیارو د وتل ته ورښکته کېده. د سربازانو ژوند د کړاوونو او افتخاراتو پر لیکه تېرېږي !
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱-څواښتی ـ وشکی
۲- اورغلی – اورتون، آتشکده – نغری
۳- نور – د هیلیو د ښکار ډنډ

Sulaiman Layeq
Sulaiman Layeq

نه شد

گفتم که یک نسیم بهاران شوم، نه شد
چون روح گل، شمیم گلستان شوم، نه شد
در حلقه ی گیسوی خوش روی های شهر
چون رمز عشق رفته و پاشان شوم، نه شد
گفتم ز هر چه دست کشم جز خیال دوست
مُشتی ز خاک کوچه ی خوبان شوم، نه شد
رفتم به ناز نیمِ نگاهش به زیر تیغ
تا در همین معامله قربان شوم، نه شد
گفتم که با جنون بسپارم طریق عمر
از فتنه های عقل گریزان شوم، نه شد
گفتم به نذر خیزش مردم شوم فدا
تا رهسپار رسم عیاران شوم، نه شد
یک خُم شراب پاسره کردم تمام عمر
تا میزبان چشم سیاهان شوم، نه شد

۹-۱۲-۱۳۹۴