تصنیفونه تصویري البوم صوتي ارشیف ویدیوي آرشیف علمي رسالې خپور شوي رسالې د نورو لیکنې ژوند لیک کور

 

اکادیمسین سلیمان لایق او د ده فرهنگي ژوند



د لایق یو لنډ ژوندلیک

لایق د ۱۳۰۹ هجري لمریز کال د تلې په ۲۱ مه چې د ۱۹۳۰ میلادي کال د اکتوبر له ۱۳ مې نېتې سره سمون خوري، د ښرنې د سیمې په ایمنې خېلوکې وزېږېد او د ۱۳۹۹ زېږديز کال د زمري د مياشتې په لسمه نيټه چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولای د مياشتې يودېرشمه کېږي، د آلمان د ماينڅ په روغتون کې له دې نړۍ سترگې پټې کړې.

دده اصلي نوم غلام مجدد دی . « مجدد » د تصوف د نقشبندیه طریقې د ستر مرشد شیخ احمد سرهندي عنوان دی . معنای نوښتګر دی .
د لایق پلار له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوی کېښود .
د لایق پلار د هاشم خان د حکومت په مهال په کابل کې نظربند شو. لایق په پنځه کلنی کې د پلار په غوښتنه کابل ته راوستل شوی و،
له رارسېدو سره سم یاغي کوي ونیو او په متکې له مرگه بچ شو. موريې د ژغورلو او پاللو لپاره بېرته له ځانه سره کلي ته بوت. خو
دوه کاله وروسته يې بیا پلار ته راووست، دا سفر لایق ته تر لومړني سفر ډېر بدمرغه و، پلار يې په کابل کې بله ښځه کړې وه، مور
او کشر وروریې په څو ورځوکې د کولرا په مرض چې په کابل کې خپور شوی و یو په بل پسې مړه شول. او دی د میرې ځورونو او
عذابونو ته پاتې شو.
لایق په ۱۳۱۹ لمریز کال چې عمريې د ښوونځي د شمول تر نورمه اوښتی و، د حبیبې لېسې دوهم ټولگي ته ومنل شو. چې بیا له همدې
تولگي څخه د زده کرې تر پایه د یوه ممتاز او بې سیاله زده کونکې په دول پرمخ لاړ. له بده مرغه ده د حبیبې ليسه د کورنیو ستونځو
په وجه په پنځم ټولگي کې خوشي کړه او دوه کاله وروسته يې د لمړنۍ دورې د دوو قضا کړیو ټولگیو ازموینه تېره کړه او په ۱۳۲۶
کې د پغمان د شرعیه علومو په مدرسه کې شامل شو. او ډېر ژر د هغې مدرسې په شاگردانوکې یوه ځانګړې او ممتاز څېره شوه.
په ۱۳۳۱ لمریز کې چې لایق د مدرسې وروستنی ټولگی پای ته رساوه، د مدرسې شاگردانو د ادارې د ځینو زیاتیو په وجه دلایق په مشرتابه په اعتصاب او مارشونو لاس پورې کړ. په نتیجه کې لایق دخپلو ټولو تحصیلي، اخلاقي او دسپلیني ښېگنو با وجود په وحشیانه توگه مجازات شو او د وهلو تکولو او تحقیر نه ورپورته د څو نورو زده کوونکوپه شمول له مدرسې اخراج او د کابل له ښار څخه په شړنه محکوم شو.
خو د لایق پلار چې یو پخوانی د استعمار ضد جنگیالی او یو وطنپال روحاني شخصیت و، د لایق او د ده د ملگرو ملاتړ ته راودانگل، او د پوهنې وزارت يې دې ته قانع کړ چې اخراج شوي طلاب بېرته په مدرسه کې ومني. همغه کال مدرسه پای شوه او لایق په ۱۳۳۲ لمریز کال د شرعیاتو د پوهنځي محصل شو. خو حکومت چې د شورا د اومې دورې د وکیلانو او محصلانو له مخالفت څخه خورا پکو شی او وېرېدلی و، لایق يې تر پولیسي ځارنې لاندې ونیو.
خو هغه د استبداد پر ضد د عمومي خوځښت تر اغېز لاندې، د خپل وطنپال مزاج په غوښتنه په همدې موده کې په دری ژبه خپل تر ټولو انقلابي شعرونه ولیکل لکه:

ـ ما با خلق هستیم ( د ارواښاد داکتر محمودي د سیاست په ملاتړکې)

یارب در ان زمان که دل دشمنان خلق
بیرون شود ز سینه به تیرو کمان خلق
یعنی که در مقابل ظلم نظام عصر
فاتح شود حکومت نسل جوان خلق
آنگه ز خاک من گل وپروانه يي بروی
وز نو بدان دو بخش سر عشق و جستجوی

ـ به قصر یتیم شده ( د دارالامان ماڼی ته)

ای قصر ستم دیده امیـــــر تو کجا شد
آن سر به کف گرد دلیــــر تو کجا شد
آن کس که بنای تو نهادست کجا رفت
از بام تو افتـــاد و یا صیــــــد بلا شد

ـ به تارجگران وطن ( د دولت مقتدرو لوټمارانو ته په خطاب کې )

آن خنجر تیزیکه کشیدی همه دیدست
از جیب وطن کیسه بریدی همه دیدست
از خاک وطن سجده کنان تا دل لندن
صد بار دویدی و خویدی همه دیدست

لایق به خپل شعرونه خپلو ملگرو او همفکرانو ته لوستل او د دوی له لارې د استبدادي نظام په پلویانو او سیاسي اپوزیشن کې خپرېدل. او له دې کبله لایق چې لا پخوا هم د یو سیاسي مخالف په توګه تر څارنې لاندې و، د یو فعال خرابکار په توگه له ضبط احوالاتو سره تثبیت شو.
ده په همدې سیاسي استحاله کې د شرعیاتو د پوهنځي لومړی ټولگی پای کړ خو کله چې د ۱۳۳۲ کال په پیل کې ترعمومي تعطیل وروسته پوهنځي ته راوگرزېده، د پوهنځي ادارې، له محصلانو سره ناسته ولاړې منع کړ او ده ته يې ابلاغ کړه چې لوړو مقامونو دی د همیشه لپاره له پوهنځي څخه منفک کړی دی. لایق توضیحات وغوښتل خو د پوهنځي ادارې تش همدغه مطلب په یوه سر خلاص رسمي لیک کې ده ته وسپاره. په لیک کې د اخراج لپاره هیڅ قانوني او دسپلبني دلیل نه و ذکر شوی او د تصمیم نیوونکې مقام په باره کې معلومات نه و ورکړل شوي. لایق د غصې په غاړه خپل غږ لور کړ، د پوهنځي رئیس ورته وموسکل: ته وښیار سړی يې پخپله لاړ شه، کنه موږ د شړلو په نورو طریقو پوهېږو... په دې سادگی محصل لایق چې د تحصیل په ټول دوران کې څه د درسي وړتیا، څه د کرکتر او اخلاقي ښېگنیو او څه د تعلیمي دسپلین د معیارونو له مخې یو ممتاز او بېساري زده کوونکې و، د تعلیم له حق څخه محروم شو. لایق دا ځل د پلار ملاتړ ونه غوښت، پوهېده چې استبداد ډېر وحشي شوی او د پلار لپاره د خوځېدو نور میدان نشته. هغه خپله دفاع پخپله پیل کړه، نیږدې یو کال یې د پوهنې د وزارت او پوهنتون په دفترونو او دهلیزونوکې په اعتراضونو او د نن سبا په انتظار تېر کړ خو خپلو پوښتنو ته يې چې چا او په څه دلیل اخراج کړی دی، ځواب پیدا نکړ.
لایق په پخپلو پرله پسې تکلونو او اصراوکې د پوهنې د وزارت د ځینې زړه سوانده مشرانو پاملرنه چې منور او تحول غوښتونکې کسان وو خپل ملاتړ ته جلب کړه. په دې کې لایق ته دا زمینه مساعده شوه چې د شرعیاتو له پوهنځی پرته په کوم بل پوهنځي کې تحصیل وکړي. لایق د طب پوهنځی غوره کړه او د PCB آزموینې تېرولو ته يې تیاری وښود. خو مقاماتو «!» په غیرمنتظره توگه پوهنتون ته ابلاغ کړه چې نشي کېدای د دیني علومو یو محصل د طب په پوهنځي کې ومنل شي. خو دايې هم ویلي و چې دا ناشونې نه ده چې نوموړی محصل داسې یو متبادل پوهنځی ته د شمول غوښتن لیک ورکړي چې د خپلو مضمونونو له پلوه د شرعیاتو پوهنځی ته یو څه ورته وي. لایق په دې کې د حقوقو پوهنځی غوره کړ او د تعلیمي کال په وروستیو ورځوکې يې تصمیم ونیو د پوهنځی د لومړی ټولگی په آزموینوکې گدون وکړي خو په ده مهال د پوهنځي محصلانو د صنفي غوښتنو په سر د مظاهرو او مارشونو گواښ وکړ او په پوهنځي کې دننه يې په میتینگونو لاس پورې کړ. همغو مقاماتو لایق ته د شک گوته ونیوه او پوهنځي د هغوی شک تر اغېز لاندې له پوهنتون څخه مسترد او بېرته د پوهنې وزارت ته واستاوه. په دې شخړو کې د لایق یو تعلیمي کال ضایع شو.
په ۱۳۳۳ کال لایق د پوهنې د وزارت د یوه فاضل او شاعر رئیس میر نجم الین انصاري او د هغه د ورور میر امان الدین انصاري په ملاتړ چې د ادبیاتو د پوهنځې رئیس و په نوموړي پوهنځي کی د شمول امکان تر لاسه کړ. او په کال ۱۳۳۶ کي يې د ادبیاتو د پوهنخي د ادب او فلسفې څانگه پای ته ورسوله. د ۱۳۳۷ کال په اورې کې د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې استخدام شو. مطبوعاتو په لنده موده کې د هیواد ورځپانې ته د مسلکي غړي په توگه معرفي کړ. لایق په ورځپانه کې په لېوالتیا او بشپر مسلکي صلاحیت کار پیل کړ. په دې کې یوه ورځ د هیواد رئیس خپلې ادارې ته وروباله او تر ویاړنې او ستاینې وروسته يې یو رسمې او په لفافه کې مهر شوی لیک وروسپاره او په تاکید يې ده ته وویل دغه مهم لیک به پخپله د مطبوعاتو مستقل رئیس ته ورسوي او هلته به منتظر شي تر څو د لیک ځواب ترلاسه کړې. لایق امر تعمیل کړ او لیک يې د مطبوعاتو د مستقل رئیس سکرتر ته ورساوه او په منتظرینو کې کېناست. خو رئیس په تلوار او بې نوبته وروغوښت او د ده راوړی لیک یې ده ته ورکړ او د سر په اشاره يې د کېناستو او د لیک د لوستلو تقاضا ځنې وکړه، په لیک کې راغلي وو: دغه ستاسو رااستول شوی مامور چې ورځپانه کي د پښتو ژبې د سمونې او پالنې په هدف موږ ته راپېژندل شوی و، بېرته درمسترد شو، هغه په پښتو ژبه نه پوهېږي او د کار اهلیت نه لري او لیک په دې جمله پای شوی و:«عطای تان به لقای تان!» رئیس لایق ته په ایرنتیا وویل: د پوهنځي استادانو ماته په یوه ملاقات کې ته د یوه ځواکمن پښتو ژبې شاعر او لیکوال په توگه رامعرفي کړی وي او ما په همدې داد، د ضبط احوالاتو د ادارې په وړاندې چې دولتي کارونوته ستا له جذبولو سره مخالفه وه، وویل: لایق یو ښه روزل شوی کادر دی هغه باید جذب شي، او ما د هغوی په وړاندې ستا د روزلو او سمولو ضمانت وکړ، خو اوس معلومېږي چې ته د پښتو ابتدایې سواد هم نلرې. لایق هغه ته وویل: جنابه وخت راکړه تر څو د خپلو نیمگړتیاوو په باره کې فکر وکړم. دوی دواړه پخپلو کې سره پوه شول او لایق په هماغه ورځ په مطبوعاتوکې د داخلي خپرونو په څانگه کې د غړی په توگه وگمارل شو. او هلته يې د ولایاتو د خپرونو لپاره د مضمونونو په برابرولوکې مرسته پیل کړه. په ۱۳۳۸ کال لایق د انیس د ورځپانې د محرر په توگه استخدام شو او هلته د خپل استعداد او زحمت په برکت د اته میاشتني کار په نتیجه کې د ژوندون د مجلې د مدیر په توگه وگمارل شو. له همدې موقعیت څخه لایق په پښتو اودري ژبوکې د خپلو شعرونو، داستانونو او طنزي لیکنو د خپرولو لپاره استفاده وکړه او په لنډه موده کې د یوه کره او صلاحیت لرونکې لیکوال شهرت ته ورسېده. په ۱۳۳۹ کې د هیواد د مشهور ادبي شخصیت د افغانستان رادیو د رئیس عبدالرؤوف بینوا په غوښتنه د رادیو د روزنې او ادبیاتو مدیر په توگه پیشنهاد شو، خو په دې کې بیا هم د هغو مقاماتو اغیز ځان راڅرگند کړ کوم چې د لایق د تحصیل پر دوران باندې يې خپل تور سیوری غوړولی و. او لایق د بینوا په مشوره په رادیو کې د مضمونونو د برابرولو د څانگې د ابتدایي مدیر کرسی ومنله خو په عمل کې يې د بینوا په ملاتړ د رادیو د روزنیزو او ادبي پروگرامونو د چمتو کولو او خپرولو ټول کار په خپل لاس کې واخیست.
بینوا په دپلوماتیک ماموریت مصر ته لاړ او لایق تر ۱۳۴۴ کال پورې د رادیو افغانستان د روزنې او ادبي پروگرامونو د لوی مدیر په توگه پاتي شو. ۱۳۴۳ کال د ورغومې په ۱۱ مه، د « ا خ د ګ » له مؤسسې کانگرې سره چې پټه جوړه شوی وه یو ځای شو او خپلې تولې شونتیاوي او شهرت يې د همدې گوند خورولو ته وقف کړل. د لایق وطنپال هنر طبقاتي ژبه پیداکړه او په دولتي مطبوعاتوکې چې هغه مهال د خپراوي بواځنۍ قانوني وسیله وه له خپريدو څخه ووتل. لایق په گوند کې دننه هم د خپل منقد او آزاد فطرت په وجه چې ده ته يې ځانګړی اغېز او جاذبه ورکړی وه د ګوند د مشرانو د رخې هدف وگرزېده، او ده ته يې نوی ډول ستونځې راپیداکړې.
لایق د ۱۳۴۴ لمریز کال د غبرگولي په ۱۹ ڼیټه د اولسي جرگې لپاره د کاندیدیدو په غرض د افغنستان رادیو له ماموریت څخه استعفا وکړه. خو په انتخاباتوکې بریالی نه شو او بېرته د رادیو ماموریت ته راستون شو. په انتخاباتوکې د دولتي چارواکو د لاس وهنو او ښکاره مداخلو په وجه هغه پر دولت باندې د اغیزمنو گوزارونو پریکړه وکړه او په لندو داستانونوکې يې د طنزي یرغلونو یوه لرۍ پیل کړه چې د ادارې له لورې له چدي غبرگون سره مخامخ شوه. سید قاسم رښتیا چې د ۱۳۴۳ د اساسي قانون له لويې جرگې څخه فاتح راوتلی او د صدراعظم نیږدې مټ او د مالي وزیر و له لایق سره د تېرو ښو مناسباتو په وجه د ده د لیدو لپاره رادیو ته راغی او له ده سره د « بست خالی » د طنزي داستان په باره کي وغږېده او دی يې له دولت سره په لوړه سویه همکارۍ ته وباله. لایق رښتیا ته د ده د هغه ملاتړ لپاره چې په مطبوعاتوکې يې د ده د استخدام په مهال کړی و د رد ځواب نشو ورکولای خو وهده يې وکړه چې فکر به وکړي. وروسته يې په یوه لیک کې په مؤدبانه طریقه د ده له شخصي لورېینې څخه د مننې په ترڅ کې له دولت سره د سیاسي مټ کولو څخه عذر وغوښت. څو ورځې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزیر رادیو افغانستان ته راغی او لایق ته يې په ځانګړي ملاقات کې وویل چې ما تاسو د رادیو افغانستان د ریاست مقام ته پیشنهاد کړي یاستئ، راغلم چې په دې باب ستاسو نضر وپوښتم. لایق له وزیر څخه مننه وکړه او بې لفافې يې ورته وویل: ځما په عقیده دغه رژیم یو استبدادي نظام دی، زه نه غواړم خپل سرنوشت له استبداد سره غوټه کړم. صدقی وویل ته پوهېږي چې د دې طرز فکر نتایج به څه وي. لایق وویل هر څه چې وي زه يې منم خو هیله کوم له ما څخه ددې انکار په سبب زړه بدی نشې.
په دغو طنزونوکې دغه داستانونه شامل وو:

بست خالی
گرگ سپید
شهر نا پرسان
پدید آمدن موشی در حجره زاهد شب نشین و دعا کردن زاهد مر موش را

سبا ته چې لایق دفتر ته راغی، کاته يې چې د ده د کار خونې مخ ته د ده یو پخوانی ملګری شفیق وجدان ولاړ دی. هغه تر روغبر وروسته په خندا لایق ته وویل: د تا پرځای زه مقرر شوی یم او داسې په تلوار ځکه راغلم چې وزیر صاحب د بیړې غوښتنه کړی وه.
لایق تر دې وروسته د خپل بست مطابق د پښتو د انکشاف په اداره کې مقرر شو او په ۱۳۴۶ کال يې د تل لپاره له دولتي ماموریت څخه استعفا وکړه او د پرچم د اونیزی د خپرولو امتیازيې تر لاسه کړ.
لایق په ۱۳۳۸ لمریز کال ولسي جرگې ته د آزاد وگړي په توگه کاندید شو. په انتخاباتوکې تر ماتې وروسته بیا د پرچم د ادارې او خپرونو کارونو ته ملا وتړله او تر ۱۳۴۹ پورې چې پرچم د بنیادگرو ملایانو له لوري تکفیر او وتړل شو هلته فعال و. تر ۱۳۵۷ پورې لایق له سیاسي سرگرمیو سره په ادبي هستونو خصوصا په شعر ویلو وخت تېراوه.
د ثور د انقلاب په پیل کې لایق د رادیو تلویزیون او سینماتوگرافي وزیر او د وزیرانو د شورا د منشي په توگه وتاکل شو د همدې کال په نیمايې کې د گوند د سیاسي بیرو له غړیتوب څخه طرد شو. د همدې کال د مني په اخروکي له خلقي کابیني څخه ویستل شو او د حوت په اتلسمه د استخباراتو له لوري توقیف او وطن، انقلاب او گوند ته د خیانت په تور پلچرخي ته واستول شو او د ۱۳۵۸ د ورغومي تر شپږمې نیټې بورې هلته پاني شو.
لایق د کارمل د مخالفت په وجه په گوند کې د سیاسي پیرو او مرکزي کمیټې له غړیتوب نه وغورځول شو. او ډېره موده په کورکېنول شو. وروسته د زونونو ادارې ته واستول شو خو دولتي کارکوونکې يې د ده له اطاعت څخه منع کول.
په ۱۳۶۰ کې چې د سرحداتو وزیر فیض محمد ووژل شو لایق يې د ده د انکار با وجود پر هغه وزارت مقرر کړ. لایق علاقه لرله چې د علومو اکادیمي ته چې دی يې له هغې څخه د خدمتي په توگه زونونو ته استولی و بېرته لاړ شي او له علم سره ځان مصروف کړي خو هغه ته وویل شوو چې دواړه اداره کوه او دا د ده عاجزولو او ناتوانه کولو لپاره یوه مقدمه وه.

: د لایق ادبي سابقه


د لایق یو پښتو شعر په کال ۱۳۲۲ لمریز کې چې د ښوونځي په کنفرانس کې يې لوستلی و د انیس ورځپانې د بینوا په یوه راپورتاژکې خپورکړ. دا وخت لایق د لومړۍ دورې د دریم ټولگي زده کوونکې و. دی وایي تر دې د مخه یې هم طفلانه شعرونه ویل خو بېلگې يې نه دي پاتي.
لایق تر دې وروسته د شعر لیکل په دوامداره توگه تعقیب کړل او د شرعیاتو د مدرسې تر خلاصولو وړاندې د پښتو او دری ژبې د شاعر په توگه وپېزندل شو. له ۱۳۳۷ څخه بیا تر ۱۳۴۰ پورې خپل زیات شعرونه د افغانستان په مطبوعاتوکې خپاره کړل او په همدې کلونوکې و چې ده د پښتو او دری په شعر، هنري نثر او لنډ داستان کي پرله پسې د ادبیاتو لوړې جائیزې واخیستې او د سندریزو تصنیفونو په وجه لوړ شهرت ته ورسېده.
په ۱۳۴۱ کې د ده لومړنی پښتو شعري دفتر« چونغر » چاپ شو، که څه هم تر چاپ وروسته د هغه ځینې برخې سانسور شوې او لایق هغه ته غاړه کېښوده خو د دې باوجود دې دفتر د لایق له شهرت سره ډېره مرسته وکړه او تر اوسه هم په ملت پالو منورینوکې دغه اثر خپل محبوبیت ساتلی دی. په ۱۳۵۴ کال کې په دیلي کې د « کېږدۍ » په نامه د سلیمان لایق د پښتو شعرونو دوهم دفتر خپور شو. په ۱۳۵۷ کې د لایق د پښتو یو بل دفتر « یادونه او درمندونه » له چابه وووت. په ۱۳۶۰ کال په دری ژبه کې د لایق د شعر یو خورا ارزښتمن او د لوړي سطح لومړنی دفتر « بادبان » د علومو د اکادیمي د ژبو او ادبیاتو د مرکز له لوري خپور شو.
په ۱۳۶۱ کې د لایق د منظومو داستانونو یو پښتو دفتر چې فلکلوري طنزونو او نورو قصو ته ځانگړی شوی، په کابل کې د پښتوټولنې له لورې خپور شو. په ۱۳۶۲ کې د لایق د غوره شویو پشتو شعرونو یوه ټولگه د ناپېژندل شویو وطن پالو له لورې په دیلي کې چاب شوه په۱۳۶۳ کې د لایق د پښتو څلوریځو دفتر ساحل د قومونو او قبایلو د وزارت د خپرونو او تبلیغاتو د ادارې له لورې چاپ او خپور شو. په همدې کال د لایق د شعرونو یو دری دفتر « سمت روشن جاده ها » چې د انقلاب په دوران کې لیکل شویدی د علومو د اکادیمي د ژبو او ادبیاتو د مرکز له لورې خپور شو. په ۱۳۶۶ کې د گوند له لورې د لایق د غوره شعرونو یوه مجموعه د « شېبې او ترانې » تر نوم لاندې خپره شوه.
د لایق یو بل شعري دفتر چې « سپرغکې » نومول شوی دی په ۲۰۰۴ م کال د قره کمر د فرهنگي ټولنې له لورې په سویدن کې خپور شويې دی.
لایق پر شعري دیوانونو برسېره د هنري نثر او داستانون په سیمه کې هم ښکلي آثار هست کړي دي، په دي جمله کې « د اباسین سپېدې » منثور اثر د یادولو وړ دي. دغه اثر د پښتو څېړنو بین المللي مرکز په کال ۱۳۶۲ کې د یونسکو په لگښت خپور کړ. « غرونه او کساتونه » د لایق هغه ناول دی چې په ۱۳۷۷ لمریز کال کې په پښتو ژبه د پښتونخوا په پښور کې چاپ شوی دی. دا ناول چې ۲۵۰ مخه لري د اندراب په ښکلو دروکې تر انقلاب وړاندې د ټولانیزو شرایطو هنري تصویر وړاندې کوي. پر دي برسېره لایق د سلهاوو مقالو، تبصرو او یاداشتونو لیکونکی دی. لایق په مهاجرت کې خپل ټول وخت څېړنې او هستوونکې ادب ته وقف کړی دی. او اوس دې فیصلې ته رسېدلی دی چې د دغو آثارو په خپرولو لاس پورې کړي.