تصنیفونه تصویري البوم صوتي ارشیف ویدیوي آرشیف علمي رسالې خپور شوي رسالې د نورو لیکنې ژوند لیک کور

 

اکادیمسین سلیمان لایق او د ده فرهنگي ژوند

کسات

ستا اوښکې اوس بې‌وخته باران ته ورته دي
زه بیا ستاسې کېږدیو ته نه درځم
زما لمن خوشې کړه په ما پسې نوره مه گرزه، زارۍ مه راته کوه او مه راته ژاړه!
بیا به ستاسې د کلي نوم وانخلم او په دې لارو به بیا درنشم.
شپې، ورځې به یو کړم، په بېړه به له غرو رغونو څخه واوړم او هېڅکله به بیا بېرته راونه گورم.
داسې منډې به ووهم لکه عمر چې یې وهي او داسې ژر به له سترگو ووزم لکه ځواني چې وزي.

داسې ځای ته به لاړ شم چې ستا کېږدۍ هلته نه وي درېدلې.
داسې لارې به پرې کړم، چې ستاسې اوښان نه‌شي پې تلای او په داسې غرو کې به ځای ونیسم، چې ستاسې د مېنو بادونه نه پې‌کښېني.
زړه به مجبور کړم چې تا هېره کړي او سترگې به وتړم چې بیا هېڅ کله زما ماشوم زړه ونه غولوي.
له وفا څخه به منکر شم او مینه به وشړم؛ خپلې ترانې به وسوځوم او له خلکو به گوښی شم.
هلته لرې به د لوړو غرو د پاسه ټول عمر له سپېدو تر ماښامه وخاندم.
وبه خاندم، چې تا هېره کړم او پسې خاندم به چې ځان هم را څخه هېر شي. تر هغو به خاندم چې طبیعت پر تا وخندوم او تر هغو به لېونتوب کوم، چې تا هم د ځان په څېر لېونۍ کړم.
اې اوښانو وتښتئ! اې کېږدیو وسوځئ! او اې قهرجنو توفانونو سر را اوچت کړئ! او زما د نیمگړې ځوانۍ او ناکامو هیلو کسات واخلئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(د اباسین سپېدې ۱۳۳۷)

Sulaiman Layeq
Sulaiman Layeq

جنون‌كاري

خواهم كه می‌خواری كنم
از عقل بیزاری كنم
در پای خم زاری كنم
يعنی جنون‌كاری كنم
سوزم لباس زرق را
ديوانه سازم شرق را

كو يك حريف زورمند
سركش چو طبع هيرمند
*محكم چو كوه تيربند
تا بشكند زنجير و بند
پشت فلك پستی كند
وقتی كه او مستي

آن فتنه‌ی صحرا كجا؟
آن شاهد رسوا كجا؟
آن مستی و غوغا كجا؟
ساقی كجا مينا كجا؟
من عاشق مستي‌ستم
من جوهر هستي‌ستم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

.مراد تيربند تركستان است*